له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لپاره ګومارل شوي پلاوي ننګرهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د یوه پنډغالي له جوړېدو خبر ورکړی دی. دغه پلاوی د شپږو وزارتونو او ادارې له استازو جوړ دی چې د ریاستالوزرا د فرمان پر بنسټ د کډوالو د ستونزو او ننګونو د ارزونې لپاره جوړ شوی دی.د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ګډ پلاوي غړی فضل الباري فضلي وایي، هغه کورنۍ چې مشري يې ښځه کوي او يا سرپناه نهلري سرپرست حکومت غواړي هغوی ته په لنډمهالي توګه د لعلپورې په دښته کې يو کمپ جوړ کړي او همدلته ورته د سرپناه او استوګنې زمينه برابره کړي. د دغه پلاوي په خبره، د کډوالو نړۍوال سازمان له کډوالو سره د مرستو لړۍ محدوده کړې او دوی يو شمېر نور بنسټونه دې ته هڅولي، چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وکړي.








