د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، د افغانانو د بشري حقونو او ثبات لپاره یې د هېواد ملاتړ دوام مومي. میرمن ډیکر پرون ماښام پر خپله ایکس پاڼه په افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ د کارکونکي ټام سټیفاني د وژلو په مناسبت لیکلي، په افغانستان کې د دوی د ځواکونو قربانۍ به هېرې نه شي. د کرین ډیکر په خبره، ټام سټیفاني په غزني کې یوازې له بزګرو سره مرسته کوله چې له کروندو ډېر حاصلات واخلي. سټیفاني په ۲۰۰۷ کال کې په غزني کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.








