پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي. رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې ډیری بریدونه افغانانانو کړي دي. بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دوی باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه. د دغه سازمان د جنوبی اسیا څانګې ویلي، اکثره هغه افغانان چې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کیږي، نیول کیږي او افغانستان ته ستنول کیږي.








