یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په تېر اګست میاشت کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زرو ماشومانو درملنه کړې يې ده. یونیسف په ورته وخت کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې. یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د محلي ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي. یونیسف ویلي، چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.








