د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له بي بي سي سره په مرکه کې د نجونو د زده کړو موضوع د هېواد کورنۍ موضوع بللې او زیاته کړی یې ده چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې ستونزې له یوې منطقي لارې حل کړي تر څو په هېواد کې د مخالفتونو او کړکیچونو د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وشي. متقي د افغانستان په خاروه کې د بهرنیو نظامي اډو د جوړېدو د اوازو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې دغه مسئله د کوم هېواد لخوا نه ده مطرح شوې او که چیرې سرپرست حکومت د نظامي اډو په جوړوېدو هوکړه کړې وای نو شل کاله جګړه يې د څه لپاره کوله. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پاکستاني ط البانو ته د وسلو لېږد او ملاتړ رد کړ او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به نور د هیڅ هیواد پر وړاندې ونه کارول شي.








