د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، چې هېواد کې د انرژۍ له بېلابېلو منابعو څخه د برېښنا د ۳۰ زره میګاواټه د تولید ظرفیت شته، چې دا د افغانستان له اړتیا څخه څو برابره زیات ده. د او برېښنا وزارت د مسوولینو په وینا د مګړۍ افغانستان د کال ۳۰۰ میلیونه ډالر ګاونډیو هېوادونو ته د انرژۍ د مصرف له پلوه ورکوي. یاد وزارت زیاتوي چې افغانستان کې د انرژۍ د تولید په هر سکټور کې چې خصوصي سکټور د پانګونې لېوالتیا ولري د اوبو او برېښنا وزارت ورسره همکارۍ ته چمتووالی لري او دوی ته د پانګونې ټولې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي. د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلي، چې په هېواد کې د وروستۍ وچکالۍ له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوي، او زیاتوي چې د هېواد د اوبو د منابعو د مدیریت لپاره یې پنځه کلن پلان جوړ کړی دی.








