د اوبو او انرژۍ وزارت له شپول او د افغانستان د نابینایانو د سمون موسسو له مسوولینو سره د اوبو په سکتور کې د پروژو د پلې کولو په موخه د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له هر بنسټ څخه چې د اوبو په سکتور کې همکاري او د افغانستان د خلکو لپاره رښتینی خدمت وکړي، هرکلی کوي. په دغه هوکړه لیکونو کې په کونړ او لغمان ولایتونو کې د کانالونو، سربندونو او نورو اوبیز بنسټونو جوړونه او بیارغونه شامله ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په همغږۍ سره به د نوموړو موسسو له لوري پلې شي.








