د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان په مسکو کې د د سرپرست حکومت له سفارت څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراخېدو په حال کې دي. د نوموړي په خبره، چې له ډيری هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې ښه شوې او ورځ په ورځ وده کوي. ټاکل شوې ده، چې د سرپرست حکومت د پلاوي په ګډون سره د مسکو فارمټ ناسته په نن او سبا کې په کازان ښار کې جوړه شي.








