د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو د شورا په یوه فکري مرکز کې د خبرو پر مهال د افغانستان ټیکاو د پاکستان او امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب بللی دی. کاکړ زیاته کړې چې اسلام اباد هڅه کوي چې د سرپرست حکومت چارواکي دې ته اړ باسي چې د نجونو د زده کړو حقونو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ثبات اړین دی.








