د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو ټرانزیټي بندر جوړېږي. د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د دغه مسیر د جوړولو لپاره لګښت مشخص شوی او د دغې پروژې د عملي کولو لپاره هڅې دوام لري. د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت، د بالا مرغاب ولسوالۍ د مورچاق سیمې له ارزونې او د ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې له ترکمنستان سره د ټرانزیټي بندر د جوړولو په تړاو د دغه وزارت د سرپرست د سفر راپور به هم ژر د سرپرست حکومت مشر ته وړاندې کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا، د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره د ټرانزیټې بندر جوړېدل د هېواد سوداګرۍ او اقتصاد د پراختیا لپاره ګټور بولي. سرپرست حکومت داسې مهال له ترکمنستان سره د نوي بندر له جوړېدو خبر ورکوي چې اوسمهال له دغه هېواد سره د فاریاب آقینه او د هرات تورغونډۍ بندرونه فعال دي.








