افغان سوداګر وايي، د کافي سړو خونو د نه لرلو له امله یې زیات وخت مېوې او سبزي ګاونډي هیوادونه په کم قیمت ترې اخلي او څه وخت وروسته هماغه محصولات پر افغانانو په لوړ قیمت پلوري. سوداګر وايي، که په افغانستان کې دننه د اړتیا وړ سړې خونې جوړې شي، افغانان به په دغه برخه کې پر ځان بسیا شي. دوی وايي، د سړو خونو د چلولو لپاره د برېښنا له کموالي سره مخامخ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې دغه ستونزه ورته هواره کړي. د افغانستان اقتصاد تر ډېره مصرفي او پر وارداتو ولاړ بلل کیږي، خو د صادراتو زیاته برخه یې په زراعت او په ځانګړي ډول په وچې او لندې مېوې ولاړه ده. په روانه میاشت کې د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې د تورخم دروازه د نهو ورځو دپاره تړلې وه، چې له امله یې پاکستان ته پر لاره زیاته اندازه افغان تازه محصولات خراب شول.








