د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ رییس نورالدین رستمخېل وايي چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي. رستم خېل زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲۰۰ ډېرې پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. ورته مهال ځينې ماین پاکان وايي، هڅه کوي چې په هېواد کې ناچاوده ماینونه او توکي له منځه یوسي. د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو له مخې په هېواد کې د ماین پاکۍ په برخه کې ۹ ملي او نړۍوالې موسسې فعالیت کوي او په خبره يې، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ د ماین پاکۍ ټیمونه په بېلابېلو برخو کې کار کوي.








