د لغمان د بادپښ والسوالۍ په اندروړ کلي کې د عزیز الله په نوم د یو کس د کور د چت پرېوتو له امله یوه ماشومه مړه شوې او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي او مبارزې رییس خیر محمد وايي، چې د دغې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بادپښ ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د تېرو ورځو بارانو له امله د کور چت خراب شوی و، چې په نتیجه کې یې اوس یاده پېښه رامنځته شوې ده.








