د ناروې د کډوالو د شورا رییس وایي، یوازې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې د دې هېواد ستونزې نه شي هوارولی باید د پراختیایي چارو په برخه کې هم مرستې وشي.یان ایګلنډ په خپله شبکه ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان وګړي اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.نوموړي زیاته کړې، چې د ښځینه کارکوونکو په ګډون یې د شورا کارکوونکو په افغانستان کې ښځو او نارینهوو ته مستقیماً مرستې رسولي دي.








