د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن له افغانستانه د خپلې وتنې بهیر په بشپړه توګه ارزوي خو په وینا یې ولسمشر بایډن د جګړې د پای ته رسولو پرېکړې پر مټ دې ته لار جوړه کړه چې نور خپل ځوانان د جګړې او وژل کېدو لپاره وانه ستوي. انتوني بلېنکن له سياېناېن ټلویزیون سره په تازه مرکه کې همداراز ویلي، د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه په ځیر و ارزوي او د راتلونکې لپاره زدکړه ترې وکړي. له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر ویلي، د ولسمشر بایډن د ادارې له یو شمېر چارواکو یې غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر په تړاو د پوښتنو ځوابولو لپاره ورشي. خو بلېنکن په خپله دې تازه مرکه کې یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړې ننګه کړې او دا یې سم ګام بللی دی. د هغه په وینا دوی نشي کولی چې یو بل نسل امریکایان افغانستان ته واستوي چې هلته جګړه وکړي او ووژل شي.








