د تورخم دروازې تړلو پاتې کېدو دوام، د کابل او اسلام اباد سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي دي. د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې شمېرې ښيي، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته یو مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی. د دې خونې رییس خانجان الکوزی زیاتوي چې د صادراتو پر زیانمېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی. بل پلو، یو شمېر سوداګر وایي، چې اوسمهال تازه مېوه او سابه تر ډېره پاکستان ته صادرېږي چې د تورخم بندر لارې تړل کېدو اندېښمن کړي دي. بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې اوسمهال د تورخم د لارې د پرانېستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي. تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۴۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، چې تر ټولو ډېره راکړه ورکړه د تورخم بندر له لارې شوې ده.








