د ارزګان ولايتي مسوولين وايي، په تېرو جګړو کې د ويجاړو شوو ښوونځيو له جملې څخه ګڼ شمېر رغول شوي او د پاتې نورو د رغېدو چارې روانې دي. د اروزګان د پوهنې ریيس شمس الله کامران ویلي، چې تر دې مهاله يې ۴۰ دولتي ښوونځي رغولي، ۳۲ یې فعال کړي، د ۴۰ نورو رغېدو چارې روانې دي او د پاتې ۱۳ نويو ښوونځيو د رغېدو چارې به هم په معياري بڼه ترسره شي. خلک د حکومت له خوا د تازه رغول شوو ښوونځيو له کار څخه هرکلی کوي، خو اندېښنه څرګندوي چې که يې په سم ډول ساتنه ونه شي، يو ځل بیا به يادي ښوونځي ويجاړي شي.








