د پنجشېر او پروان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه ټپیان شوي دي. د پنجشېر د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز بازارک پارخ سیمې په مربوطاتو کې د دوهزار ډوله او هایلکس موټرو د ټکر له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. په یاده پېښه کې د یوې ښځې او موټر چلوونکو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د پنجشېر د رخې ۴۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی. د یو بل خبر له مخې؛ په پروان کې هم د دوه موټرو د ټکر له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. د پروان د امنیې قومندانۍ د دفتر مطبوعاتو آمر فضل الرحیم مسکینیار وايي چې د دغه ولایت په جنګل باغ سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې ټپيان د یاد ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.








