د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ترکیې ته یوه سوداګریزه اتشه معرفي کړې ده. د دغه وزارت ویاند وايي چې دغه وزارت تراوسه څلورو هېوادونو ته سوداګریزې اتشې معرفي کړې دي او هڅه کوي چې دغه تجارتي اتشې نورو هېوادونو ته هم معرفي کړي. دغه اتشې پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې هېوادونو ته ورپېژندل شوي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې چین ته هم یو تجارتي اتشه معرفي شي. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په نورو هېوادونو کې د سوداګریزو اتشو حضور د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او د راکړې ورکړې د ودې لپاره ګټور دی. د اقتصاد وزارت بیا وايي، د سوداګریزو اتشې ګومارنه د بهرنۍ پانګونې د جلب او د اقتصادي اړیکو د ښهوالي په برخو کې مهم رول لوبوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره هڅې کوي چې نورو هېوادونو ته هم تجارتي اتشې ور وپیژني.








