د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګربز او دوه منده ولسوالیو کې د ځنګلونو پرې کولو په تور ۲۷ کسان نیول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د ځنګلونو او عامه ځایونو د شنو بوټو او ونو وهل د قانون مطابق منع دي او که هر چا ځنګلونه یا د عامه ځایونو ونې ووهلې نغدي جریمه او عدلیي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.








