د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي. اوکادا په دغه کتنه کې په افغانستان کې له رامنځته شوي امنیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې دي. نوموړي له سرپرست حکومت سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې او د افغانستان په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دویمې غونډې په اړه مالومات وړاندې کړي دي. د جاپان سفير زياته کړه، چې د سرپرست حکومت پر غوښتنو به په ياده غونډه کې بحث وکړي. سرچينې همدارنګه ویلي، چې نړېوال له سرپرست حکومت سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو او روغتیا په برخو کې همکاري ته لېواله دي. په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د سرپرست حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو نه تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو








