د کابل ځينې اوسېدونکي د ښار په ځينو برخو کې له یونېفورم پرته د سرپرست حکومت ځواکونو پر تګ، راتګ نیوکه کوي. دوی وایي، چې په شخصي جامو کې د امنیتي ځواکونو پېژندل سخت دي او له سرپرسته حکومته غواړي چې ټول امنیتي ځواکونه پر پوځي یونېفورم سمبال کړي. د نظامي چارو شنوونکي پر دې باور دي، چې د یونېفورم لرل د امنیتي ځواکونو لپاره یو نظامي مکلفیت دی. خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت پر شپېته سلنه امنیتي ځواکونو نوی یونېفورم وېشل شوی او دغه بهیر لاهم روان دی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د دغه بهیر کار ټکنی روان دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم هېوادوالو د امنیتي ځواکونو د مشخص یونېفرم له نهلرلو شکایت درلود او پر امنیتي ځواکونو یې د مشخص یونېفورم د وېشلو غوښتنه کړې وه.








