د کورنيو چارو وزارت، په کابل ښار کې د لګول شويو ٦۲ زره کامرو په اړه د بښنې نړيوال سازمان د استازي خبرو ته په غبرګون کې ويلي چې د امنیتي کامرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده چې نه يوازې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمينه کې معمول دی او په کابل ښار کې هم د خلکو په مشوره لګول شوې دي. هغه له بښنې نړېوال او نورو سازمانونو څخه غوښتي چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره د نظر څرګندونه وکړي. د بښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې په کابل کې د امنیتي کمرو نصب په عمومي ځایونو کې د افغانانو د حقونو نقض ګڼلی دی. دغه سازمان ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو پر وړاندې د سختې تګلارې غوره کول دي.








