د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. د دغه وزارت د ویاند په وینا په هېواد کې د زعفرانو د بوټي د دودېدو لپاره ۲۰۰ کروندوګرو ته روزنه هم ورکړل شوې ده. د کرنې وزارت ویاند زیاتوي، هڅې روانې دي چې د دغه بوټي کرکېله نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. کرنې وزارت وايي، د افغانستان د زعفرانو په نوم یې د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادراتو مخه نیولې ده. بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان زعفران په نورو هېوادونو کې ښه بازار لري او باید د دغه بوټي صادرات په منظم ډول دوام ومومي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، امریکا، اسپانیا، هالنډ اسټرالیا او مراکش ته ۵۱ زره کیلو ګرامه زعفران صادر کړي دي.








