د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نورستان ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یاد وزارت اړوند د ۴ بېلا بېلو پروژو پرانیسته کړې ده. په دغو پروژو کې د مرکز پارون ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون، د واکسین خوندي ساتلو لپاره د ودانۍ او په ټولو ولسوالیو کې د( FHH) ۲۵مرکزونو ودانۍ شاملې دي. د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل چې نورستان ولايت ته یې د سفر موخه د روغتيايي مرکزونو څارنه او د یادو پروژو پرانيسته وه. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو۲۰ کلونو کې د دې ولایت سقوط شوی روغتيايي سيسټم به په پښو ودروي او معیاري او باکيفيته صحي خدمات به د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسوي. صاحبزاده د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولایتي روغتون نیمه کاره ودانۍ به ورغوي او په دغه برخه کې يې د اړونده شرکت مسولینو سره خبرې اترې کړي او ډېر ژر به پرې کار پیل شي.








