د ایران د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې په ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه د دغې هوکړه خبر خپور کړی دی. تر اوسه معلومه نه ده چې څه شمېر افغان نرسان او قابلې په ایران کې اوسېږي، خو د افغانستان شاوخوا ۷ میلیونه وګړي دا مهال کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې مېشت دي.








