که څه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه کمه شوې، خو کابل ښاریان شکایت کوي چې په بازار کې د خوراکي توکو بیې پر خپل ځای ولاړې دي. دوی وايي، هټۍوال خوراکي توکي د تېرې اونۍ په بیه پلوري. په همدې حال کې هټۍوال وايي چې خوراکي توکي د ښاروالۍ د نرخنامې له مخې پلوري. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزی بیا وايي چې هره اونۍ د کابل ښار هټۍوالو ته نوې نرخنامې ورکوي او په خبره یې، پرون یې هم په ښار کې پر هټۍوالو نوې نرخنامې وېشلې دي. د کابل ښار د شهزاده سرای د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، پرون تر غرمې پورې یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۴۰ پوله پلورل کېده؛ په داسې حال کې چې تېره اونۍ د یوه امریکايي ډالر بیه تر ۸۸ افغانیو پورې رسېدله.








