د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره چې جواد کریمي قدوسي يې مشري کوي، په کابل کې کتلي دي. په دې کتنه کې د امنیت، نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د ایران د استازو د مجلس غړو په دغه ناسته کې وویل چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي او د حل لار ورته ومومي. ایراني پلاوي همدا راز زیاته کړې چې ایران اماده دی په بېلابېلو برخو کې د افغانستان سرپرست حکومت سره خپلې تجربې شریکې کړي.








