د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ایراني رسنیو ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې د هلمند سېند د اوبو په اړه د خبرو پر دوام، په کابل کې د نیول شوي او بېرته خوشې شوي ایراني خبریال، په افغانستان کې د ټولو لوریو د همکاریو او نورو مسایلو په تړاو خبرې شوې دي. له دې سره ویل کیږي، چې ایران په منظمه توګه د هلمند سېند د اوبو سطحې د معلومولو لپاره افغانستان ته د خپلو متخصصینو د ورتلو غوښتنه لري.








