د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ناچاوده ماینونه پهکې شته او د دغو ماینونو ډېری قربانیان ماشومان دي.یونېسف زیاتوي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو د تلفاتو شاوخوا ۸۵ سلنه ماشومان دي.د روان کال د سرطان په میاشت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې ویلي وو چې ناچاوده ماینونه په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره رښتینی ګواښ دی او ډېری ماشومان له دغو ماینونو او له جګړو څخه د پاتې شويو مهماتو له خطر سره مخامخ دي.








