د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده. نوموړي د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د جوړ شوي سیمینار پر مهال ویلي چې ښځې شریعت کې د میراث، زدهکړو، کار او په بېلابېلو نورو برخو کې شرعي حقوق لري چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. سیاسي معین څرګنده کړې چې د نظام بقاء لپاره باید چارې د یوه اساسي قانون په اډاڼه کې پرمخ یوړلې شي.








