د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۵۶ نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي. د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله توانا وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ۶۵ نوي روغتیايي جوړ شوي چې په دغو مرکزونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړه چې د یادو مرکزونو د جوړولو موخه په لرې پرتو ولسوالیو کې د ساري ناروغیو مخنیوی ښودل شوی دی. توانا زیاته کړه چې د عامې روغتیا ریاست د خپلو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره له ټولو ملي او نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو څخه غواړي، چې په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره همغږي او همکاري وکړي.








