د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې د تېر يوه کال په موده کې ۸۵۰ نوي استادان په پوهنتونونو کې په دندو ګومارل شوي، چې ډېری يې د اسلامي ثقافت مضمون د تدريس په موخه جذب شوي دي. د دغه وزارت چارواکو وویل، هڅه کوي، چې په لنډ وخت کې علمي اړتياوې پوره او افغانستان په علمي ډګر کې په خپلو پښو ودرېږي. دوی دغه راز وویل، چې وویل چې دغه وزارت په هېواد کې د ننه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ کار کړی دی. د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېر يوه کال کې ۳ د دوکتورا او ۱۵ د ماسټرۍ نوي پروګرامونه پيل شوي چې په دې سره اوسمهال د هېواد په کچه ټولټال ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه پيل دي.








