د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د روغتیا سکټور سره د بودجې اود منابعو د نه شتون له امله په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند ته د پېښیدونکو ګواښونو په اړه چې له وړاندې د اوږدې جګړې بې ثباتۍ او طبیعي ناورنینو ځپلي دي خبرداری ورکړی دی. روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي. دغه سازمان ویلي، د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډیرې زیان لرونکي اوسي. ډبلیو ایچ او، ویلي، چې د بودجې نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونواو د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي او ۴۵۰ زره ناروغان به د نشت برابر د صدمې او د ژوند د ژغورنې خدمتونو ته لاس رسی ولري.








