د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې سرپرست حکومت له خپلو ګاونډیو سره ښه تعامل لري او که چېرې کومه ستونزه هم رامنځته شوې، لکه له ایران سره د حقابې مسئله، د خبرو اترو له لارې حل شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې سرپرست حکومت د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې سفارتونه لري او نړۍ له ا.ا سره له تعامل پرته بله لار نهلري. د نوموړي په وینا سرپرست حکومت د سالمې پاليسۍ له مخې دمګړۍ له نورو هېوادونو سره د خوراکي او سوداګريزو توکو د لېږد را لېږد لړۍ په ښه ډول پرمخ روانه ده. نمانځنغونډې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کوم هېواد له نوم اخسیتو پرته ویلي هغه هېوادونه چې دننه په خپلو هېوادونو کې کومې ستونزې لري دوی دې خپل ځان او خپل کاروان وګوري هغه ستونزه دې په خپل کور کې حل کړي دغه ستونزه دې په افغانانو نه تپي، افغانانو چې په دوحه کې کومه ژمنه کړې سرپرست حکومت پرې ولاړ دی.








