د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د دوه سوه افغان محصلینو د رسېدو خبر ورکړ. دا پوهنتون اوس په قطر کې فعاله دی. کرن ډېکر تېره ورځ ویلي، چې په دوحه کې د امریکایي پوهنتون دننه یې د دې محصلینو هرکلی کړی دی. اغلې ډېکر زیاتوي، چې امریکا اوس هم د افغانستان او د سیمې په هېوادو کې د سلګونو محصلینو ملاتړ کوي. نوموړې وایي، چې افغانان عصري زده کړو ته اړتیا لري.








