ملت ته د دولت حساب ورکولو د لړۍ پر دوام د پلټنې عالي ادارې پرون د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ. یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې په تېر يوه کال کې د ۱۴۰۰ مالي کال د قطعې حساب د تفتېش سربېره په مرکز او ولايتونو کې په ۲۸۰ مراجعو کې د ۳۴۳ مواردو تفتېش ترسره شوی دی. دغه راز د سرپرست حکومت د مشرتابه او رياست الوزرا د ځانګړو حکمونو پر اساس ۲۶ مورده په فوق العاده ډول تفتيش شوي دي. په راپور کې زیاته شوې، چې په ۱۴۰۱ کال کې د پلټنې عالي ادارې ته د دغې ادارې پر پلټنو ۹۳ اعتراضونه رسېدلي، چې له جملې څخه يې ۸۶ اعتراضونو ته رسېدنه شوې او پایلې یې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې په تېر کال کې د تشکیل د طرحې اصلاح کول، د تفتیش پروسې د کیفیت ښه کول، د روڼتیا، حساب ورکونې له ادارې او مالي فساد سره مبارزه، بهرنۍ اړیکې او د ظرفیت لوړنې په برخې کې پراخې هڅې د پلټنې عالي ادارې نور فعالیتونه په ګوته شوي دي.








