د عدليې سرپرست وزیر ملت ته د دولت حساب پروګرام ته وویل، چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی، ځکه په وینا يې یاد ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت ګټې پکې خوندي دي او نه یې هم ملت غواړي. د یاد وزارت د خپلو یو کلنو فعالیتونو په راپور کې ویل شوي، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د ۳۸ تقنيني سندونو، ۱۰ کړنلارو او یوې اساسنامې په ګډون ۴۹ تقنیني سندونه طرحه، تسوید او تدقیق کړي دي او اړوندو مراجعو ته يې لېږلي دي. په راپورو کې همدارنګه ویل شوي، چې په تېر يوه کال کې ۱۴۰۱ کسانو ته د مدافع وکالت جوازونه ورکړل شوي او یا نوي شوي او د هېواد په کچه د عامه پوهاوي ۱۰۰۰ برنامې په لاره اچول شوې دي. د عدلیې وزارت د خپلو یو کلنو فعالیتونو په راپورو کې ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د ټولنو په برخه کې د اتحادیو او د خیریه بنسټونو ۱۴۲ جوازلیکونه نوی صادر شوي، ۵ جوازلیکونه نوي شوي، ۱۴ جوازلیکونه لغوه شوي او د خیریه بنسټونو او ټولنو ۴۷۰ دفترونه څارل شوي دي.








