د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ويلي، چې نړۍ دوه کاله وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټکه وتنه او ګډوډ حالات وليدل او دا ترې ثابته شوه، چې امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي چارو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ناکامه شوه او دا يې هم نړۍ ته څرګنده کړه، چې په نورو هېوادونو کې نظامي لاسوهنې، سیاسي نفوذ او تش په نوم ډیموکراتیک بدلون به هرومرو ناکاميږي. وانګ ون بین ویلي، چې نړۍ باید د افغانستان د وضعیت له بدلون څخه درس زده کړي. نوموړي ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډيو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو په ملاتړ د افغانستان وضعیت ارام شوی او په وينا يې، د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي سمسورتيا، د وګړو ژوند د تضمین، د نشه يي توکو د مخنیوي، د فساد ضد مبارزې او ټولنیز وضعیت د ثابتولو لپاره یو لړ عملي تدبیرونه نیولي او نړیواله ټولنه يې باید چارې عادلانه وارزوي. نوموړي زياته کړې، چې نړیواله ټولنه په تمه ده، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو، د ښځو او لږکیو قومونو د قانوني حقونو د ساتنې په برخو کې ښه پرمختګ وشي.








