د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي، د سرپرست حکومت او نړیوالو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو لاره د د سرپرست حکومت د چارواکو لخوا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوي پورې تړلې ده. بلېنکن دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه ډیره ستونزمنه، خو سمه وه. په ورته وخت کې په افغانستان باندې د ا.ا د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده. بلېنکن همدا راز ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو سره سره، متحدو ایالتونو په تېرو دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مخکښ په توګه، لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.








