د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو د دویمې کلیزې په مناسبت له الجزیرې ټلویزون سره په خبرو کې ویلي چې زده کړې د نارینه او ښځو حق دی خو هغه مني چې په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف شته. ستانکزي ویلي چې سرپرست حکومت د ښځو له زده کړو سره مخالف نه دی او تعلیم د ښځو او نارینه وو حق دی، خو مني چې په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف شته او که هوار شي نو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د نجونو پر مخ خلاصې شي. د ده په خبره دا مسله یو څه وخت ته اړتیا لري.








