د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت وايي چې د سږ کال تر جولای میاشتې پورې یې له افغانستان څخه له خپلو ۱۵ زره افغان کارکوونکو او د هغو د کورنیو له غړو څخه نږدې ۱۱ زره ۶۰۰ تنه دغه هېواد ته لېږدولي دي. د دغه وزارت ویاند پرون ویلي چې په پاتې ۳ زره ۴۰۰ کسانو کې شاوخوا ۱۴۹ تنه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د لېږد په حال کې دي. تر دې مخکې په جون میاشت کې د المان د کورنیو چارو وزیرې ننسي فیزر د خپل هېواد پارلمان ته ویلي وو چې د ۲۰۲۲ له جنورۍ څخه یې نږدې ۲۰ زره افغانان، چې په یو نه یو ډول یې په افغانستان کې له دوی سره همکاري لرله، د کورنیو له غړو سره المان بیولي دي.








