د دفاع وزارت ویاند وايي کهچېرې د دغه وزارت ځواکونه د نونیفورم په اغوستو کې بې پروايي وکړي، د قوانینو پر بنسټ به سزا ورکړل شي. نوموړی وايي چې اوس د دغه وزارت پر ټولو ځواکونو یونیفورم وېشل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، اوسمهال د دغه وزارت ځواکونه د تېر نظام د پوځ له لباسونو استفاده کوي خو په راتلونکي کې به یې د یونیفورم رنګ بدل کړل شي. د نظامي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي د نظامیانو لپاره د یونیفورم درلودل جدي اړتیا ده. تر دې مخکې، ځينو هېوادوالو د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د دفاع وزارت د ځواکونو د مشخص یونیفورم له نشتوالي شکایت درلود.








