په شمال کې د اترا ادارې مسوولین وايي، چې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپُل ولایتونو مرکزونو سربېره ۸ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په شمال زون کې د اترا ادارې آمر محمد ثابت نعماني ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یادو ولایتونو په شولګره، کلدار، چهاربولک، قوشتیپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قیصار او خان چهار باغ ولسوالیو او د سرپل ، فاریاب، جوزجان، او بلخ ولایتونو اړوند مرکزونو او همدا راز ۲۴ کلیو کې د مخابراتو ټولې شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نعماني زیاته کړې، دغه اداره توانېدلی، چې په ښارونو کې د غیر قانوني سيم کارټونو د وېش مخه هم ونیسي.








