یو شمېر متقاعدین یو ځل بیا له سرپرست حکومت د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کوي. دوی وايي، سرپرست حکومت یې د تقاعد د حقوقو ورکړې په برخه پاملرنه، نه کوي. یاد متقاعدین دغه راز وايي، په بد اقتصادي وضعیت کې دي او خپلو حقوقو ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د خپلې تنخوا د ترلاسه کولو لپاره د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو ته ورغلي، خو ورته ویل شوي چې د دوی تنخوا مسله د توشیح لپاره د ا.ا مشر ته لېږل شوې ده. د سرپرست حکومت ویاند پخوا ویلي، چې، د هېواد د متقاعدینو معاشونه به د دارالافتا له څېړنو وروسته توشېح شي.








