د ناروې د کډوالو شورا د ناټو په غړو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له لوږې ځپلو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرستې نه کوي. د ناروې د کډوالو شورا وايي، د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی. د دغې شورا عمومي مشر یان ایګلنډ په خپل ټویټر لیکلي، د ناټو هېوادونو په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په خپلو پوځي عملیاتو ټریلیونونه ډالره ولګول، خو اوس بې وزله افغان ماشومانو ته چې د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې شمېر زیات شوی اساسي بشري مرستې نه ورسوي. نوموړي په افغانستان کې د بشري وضیعت په تړاو اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.








