د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال غزني ولایت ته د سفر په ترڅ د یاد ولایت له تاریخي سیمو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د هېواد تاریخي آبدات او لرغونې سیمې د ټولو هېوادوالو ګډ تاریخ، هویت او ویاړ دی او ساتنه یې د ټولو هېوادوالو دنده ده. عتیق الله عزیزي زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د غزني د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې په نامه میلیونه ډالر مصرف شوي خو د دغه ولایت تاریخي آبدات په اساسي توګه نه دي رغول شوي. د یادوني وړ ده، چې غزني د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د سترو امپراتوریو مرکز تېر شوی دی.








