د افغاني سرې میاشتې مرستیال او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د رواني ناروغانو د درملنې او د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو سره د بشري مرستو برخو کې له افغاني سرې میاشتې سره د لاډېرو همکاريو غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې رابرټ ډکسن له افغاني سرې مياشتې سره د لا ډېرې همکارۍ ژمنه کړې ده.








