په تهران کې د افغانستان سفارت، ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي. د سفارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، د پاسپورټ تدریجي وېش به له نوزېږو ماشومانو پیل کړي، وروسته به محصلانو ته هم پاسپورټونه ورکړل شي. په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت شارژدافېر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ د څانګې له ريیس سره هم کتلي او له هغه یې غوښتي په ایران کې د زېږېدلیو افغان ماشومانو د اسنادو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.







