په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي. په راولپنډۍ او اسلام اباد کې یو شمېر دېره افغانان وايي چې پولیس د شپې پر مهال د دوی کورونو ته ورځي، تالاشي اخلي، سپکې سپورې ورته وايي او د قانوني اسنادو له لرلو سره سره یې تاڼو ته بیايي. دوی ادعا کوي چې پولیسو ورته ویلي چې له رسنیو سره به خبرې نه کوي ګنې سخته سزا به ورکړي. د پاکستان په دغو دوو ښارونو کې څو تنو افغانانو وویل چې پولیس پر دې سربېره چې په افغانانو پسې کورونو ته ورځي، په لارو او کوڅو کې هم هر هغه څوک چې د افغان شک پرې وکړي، نیسي او د قانوني اسنادو پروا یې نه کوي.








